Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کندهار ولایت کې له یو شمیر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنه یا زیات د هېواد د بازار اړتیا پوره کولای شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي ټولنې پر وارداتو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو پرېکړه د راتلونکې جولای میاشتې تر نهمې نېټې پورې ځنډولې ده.
د امریکا ولسمشر ویلي، له اروپايي ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه او پر هغو ایفون موبایلونو چې له امریکا بهر تولید شوي وي او دغه هېواد ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن د کازان د ۱۶م فورم لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې روسیه غواړي له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکو تازه او وچو مېوو تعرفه صفر کړي.
د امریکا منتخب ولسمشر وایي، په دې اړه انتظار پای ته رسېدلی چې امریکا به یې ننداره کوي او د برېکس غړي هېوادونه به هڅه کوي په نړۍوالو معاملو کې له ډالر څخه لاس واخلي.
مالیې وزارت وایي چې پر اتو وارداتي توکو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې او پر څلورو نورو یې بیا کمه کړې ده.
هرات کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د دغه ولایت بازارونو ته د ورته محصولاتو پر وارداتو اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کار د دې لامل کېږي چې د بوټانو د تولید ډېرې کارخونې خپل فعالیت بند کړي.
مالیې وزارت وایې چې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودې او د دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو یې د نهه قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو له ازبکستانه غوښتي چې پر ترانزیټي توکو تعرفه کمه کړي څو له دې لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي.
کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د دغه وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د حکم له مخې،
مالیې وزارت اعلان کړی چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۲ ماډل ګړندي موټرو وارداتي ګمرکي تعرفه یې ټيټه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP