Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: له اروپايي ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ویلي، له اروپايي ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه او پر هغو ایفون موبایلونو چې له امریکا بهر تولید شوي وي او دغه هېواد ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وړاندیز کوي له اروپايي ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي.

هغه ټینګار کړی چې دا نوې ګمرکي تعرفې به د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې پلې شي.

ټرمپ مخکې امریکا ته د اروپايي ټولنې د ډېری وارداتو پر وړاندې ۲۰ سلنه تعرفه وضع کړې وه، خو دا تعرفه یې د لنډې مودې لپاره (د جولای میاشتې تر اتمې) نیمایي ته راټیټه کړې وه څو د خبرو اترو زمینه برابره شي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړی چې پر هغو ایفون موبایلونو به هم ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي چې له امریکا بهر تولید شوي وي او دغه هېواد ته ور واردېږي.

ټرمپ ویلي: «زه تمه لرم، هغه ایفونونه چې په امریکا کې پلورل کېږي، باید همدلته په امریکا کې تولید شي او پراختیا ومومي، نه په هند یا بل کوم هېواد کې، که دا کار ونه شي، نو د اپل شرکت به اړ وي چې لږ تر لږه ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه امریکا ته ورکړي.»

د ټرمپ له څرګندونو وروسته د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ برخې کمېشنر وویل، د ۲۷ غړو بلاک ژمن دی چې له امریکا سره د «درناوي» پر بنسټ یو سوداګریز تړون ته ورسېږي، نه د «ګواښونو» پر بنسټ.

د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، تېر کال امریکا اروپايي ټولنې ته ۳۷۰،۲ میلیارده ډالر صادرات درلودل خو له دې ټولنې يې بیا ۶۰۵،۸ میلیارده ډالر واردات کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.