د اقتصاد کمېسیون غونډه د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه او په کې د نفتو او ګاز د معیاري تورید او د افغانستان – ایران پر پوله د ګډ بازار رامنځته کېدو په اړه خبرې وشوې.