د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د لویو روغتونونو د معیاري کولو پروګرام له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په لومړي پړاو کې یې د کابل جمهوريت روغتون تجهیز او بیارغولو ته څلور میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه وارزول شوه او له تایید وروسته به یې له پلې کېدو سره دغه روغتون پر نړۍوالو معیارونو برابر شي.