یوه جوزجاني ځوان سلګونه ټوکه کتابونه پېرلي او د دغه ولایت عامه کتابتون ته ډالۍ کړي
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې یو مدني فعال په خپل شخصي لګښت ۶۵۰ ټوکه کتابونه پېرلي او د دغه ښار عامه کتابتون ته یې ډالۍ کړي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر ځوانان په دغه کتابتون کې د مطالعې سالون له نشتوالي شکایت لري.


