د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخواني امر عبدالحمید خراساني تېره ورځ د اسلامي امارت مشرانو ته شکایت کړی و چې امنیتي ځواکونو یې درې کسان نیولي، خو ولایتي چارواکي وایي چې ستونزه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې وه او هماغه ساعت حل شوه.