ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خراساني وایي ۳ ملګري یې نیول شوي خو چارواکي وایي د ناسم پوهاوي ستونزه وه، حل شوه

خراساني وایي ۳ ملګري یې نیول شوي خو چارواکي وایي د ناسم پوهاوي ستونزه وه، حل شوه

author avatar
12 Jul 2022 - 12:37
خراساني وایي ۳ ملګري یې نیول شوي خو چارواکي وایي د ناسم پوهاوي ستونزه وه، حل شوه
author avatar
12 Jul 2022 - 12:37

پاراخ (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخواني امر عبدالحمید خراساني تېره ورځ د اسلامي امارت مشرانو ته شکایت کړی و چې امنیتي ځواکونو یې درې کسان نیولي، خو ولایتي چارواکي وایي چې ستونزه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې وه او هماغه ساعت حل شوه.

عبدالحمید خراسانی د تېر کال د زمري میاشتې له تحول وروسته د یو څه وخت لپاره د پنجشېر ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر و.

خراساني تېره ورځ یوه غږیز کلېپ کې ویلي: «زه خپل سلامونه او احترامات ګرانو مشرانو ته ډالۍ کوم، به خصوص خلیفه صاحب مبارک [د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني] ته او [د ملي دفاع وزارت سرپرست] مولوي صاحب یعقوب ته، خبره دا ده ګرانو او معززو مشرانو چې نن درېیمه د اختر ده، زما درې ملګري مجاهدین چې هغوی مخلص مجاهدين دي … د هلمند ملګرو ناحقه پر دې جرم چې پر سر یې پکول دی، … نيولي دي او ناحقه وايي چې دوی موټر تيز چلولی دی او داسې ناحقه بې اساسه خبره کوي.»

خراساني وایي، دی «مخلص مجاهد دی» څوکۍ او منصب نه غواړي او نه هم کوم «تسلیم شوی سړی دی». د ده په وینا، د هغه له یادو درېیو ملګرو پر یوه د پخواني امنيت د کسانو اووه مرمۍ د «امارتي په تور» لګېدلي دي.

ده د یادو کسانو نیول له هغه سره «بې انصافي» بللې او له چارواکو یې غوښتې چې د دغې موضوع د څېړلو لپاره پلاوي وټاکي.

هغه وایي: «د خدای په خاطر داسې ناروا او ظلم او بې انصافي ولې پر موږ باندې کېږي، ولې؟ … له ما سره ولې داسې جفا کيږي دا زموږ د يارانو جرم څه شي دی؟»

خو د پنجشېر امنیه قوماندان دادمحمد بتار پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما په دې اړه پلټنه وکړه، یو ناسم پوهاوی شوی و، هماغه ساعت دا ستونزه حل شوه، یو ناسم پوهاوی و، اوس ستونزه نشته، څوک بندي هم نه دي، د یو، دوو ساعتونو لپاره ناسم پوهاوی رامنځته شوی و، چې بیا حل شو.»

Views: 289

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.