Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اروپايي ټولنه وايي چې د دې اتحادیې ۱۰۰ ټنه مرسته شوي درمل او طبي توکي تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.
د لوګر په مرکز پلعلم کې ۱۱ ټنه له وخته تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې د هغو درملو د رالېږد مخه نيول شوې چې بېکیفیته وو او قانوني اسناد یې هم نه درلودل.
د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون د ۶۷۵ زره هغو کسانو درملنې پهموخه چې پر خطرناکو خو د مخنیوي وړ ناروغیو اخته دي، ۹۲ ټنه درمل افغانستان ته وارد شوي.
تېره ورځ د کندهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل سوځول شوي دي.
ډاکټران وايي، د اسکاریس مخنیوي لپاره چې ماشومانو کې د چینجیو یو عام عفونت دی، د شخصي او چاپېریالي حفظالصحې مراعتولو ترڅنګ باید هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ماشوم ته د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د درې ټنه بېکیفیته او تاریختېرو خوراکي توکو او ۱۵ کارتنه درملو له سوځولو خبر ورکوي.
د پنجشېر عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شپږ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د روان لمریز کال په اوږدو کې ۸۳۵ ټنه تاریخ تېر او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل راټول کړي او له منځه وړي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې نن يې په دغه ولایت کې نهه ټنه راټول شوي تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP