Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ کې د شمال زون په کچه د ۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د درملو او طبي تجهیزاتو د زېرمه کولو مرکز پرانیستل شو.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د میرویس حوزوي روغتون ته پخوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له خوا درمل ورکول کېدل، خو له دوو میاشتو راهیسې يې مرسته بنده کړې او روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.
د طب برخې پوهان د امېدوارو مېرمنو له لوري پهخپل سر د درملو کارول زیاناړونکي بولي او وايي، پهخپل سر له درملو استفاده د ماشوم د سقط، له مودې مخکې زېږون او د جنین سوء شکل لامل ګرځي.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ۷۱ سوداګرو په ګډې پانګونې سره د ۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د «سنو فارما» په نوم د درملو د تولید یوه لویه فابریکه پرانیستل شوه.
د افغانستان د درملو صنعت او روغتیایي محصولاتو اتحادیه وایي، حکومت دې هېواد ته د غیرقانوني او بېکیفیته درملو د وارداتو مخه ونيسي؛ خو حکومتي مسوولين بيا وايي چې تر ډېره يې د غيرقانوني درملو د وارداتو مخه نيولې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له پاکستانه افغانستان ته د نږدې ۲۰۰ ميليون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پېل شوې او تېره ورځ یې لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړېخونې جوړېږي.
. . .
د هلمند اوسېدونکي او روغتيايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ميله ځايونو کې په خپل سر او بې کیفیته درملو پلور ډېر شوی دی.
د ننګرهار اوسېدونکي شکايت چې په دغه ولايت کې د درملو کیفيت ټيټ او نرخونه يې لوړ شوي چې ډېرى وخت درمل ناروغانو ته هيڅ ګټه نه رسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP