کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د طب برخې پوهان د امېدوارو مېرمنو له لوري پهخپل سر د درملو کارول زیاناړونکي بولي او وايي، پهخپل سر له درملو استفاده د ماشوم د سقط، له مودې مخکې زېږون او د جنین سوء شکل لامل ګرځي.
د طبي معلوماتو پر بنسټ، سوء شکل د ماشوم د بدن یوې غیر نورمالې برخې ته ويل کېږي چې يا تشکل شوې نه وي او يا یې هم د يوه لامل له امله خپل نورمال وظیفوي سیسټم له لاسه ورکړی وي.
د ډاکترانو په وینا، د امېدوارۍ موده ۹ میاشتې وي چې لومړنۍ درې میاشتې د ماشوم د جوړښت له امله مهمې او حساسې دي او په دې موده کې باید مور د ډاکټر تر جدي مراقبت لاندې وي.
د ملالۍ زېږنتون رییسې ډاکټر ملالۍ رحیم فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، په لومړیو درېیو میاشتو کې چې د ماشوم اسکلېټ جوړېږي، باید مور ښه خواړه وخوري.
هغې میندو ته سپارښتنه وکړه چې پهخپل سر درمل ونه کاروي او د امېدوارۍ پر مهال خپلې روحي او رواني ارامتیا ته پاملرنه وکړي.
هغې په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې د امېدوارۍ پر مهال پهخپل سر درمل کارول کومې ناوړه اغېزې لري، وویل: «کله چې امېدواره مېرمن پر زکام، ځان دردۍ او نورو نارغیو اخته کېږي نو پهخپل سر درمل اخلي او خوري یې چې هم له ځان سره ظلم کوي او هم یې پر ماشوم ناوړه اغېز کوي.»
مېرمن فیضي وویل، پهخپل سر له درملو استفاده د ټولو په ځانګړې توکه د امېداورو میندو لپاره ناوړه اغېز لري او په امېدوارو مېرمنو کې د تنفسي او زړه ناروغیو رامنځته کېدو او د ماشومانو د سوء شکل لامل ګرځي.
نوموړې له میندو غوښتنه وکړه چې د امېدوارۍ پر مهال د ډاکټر له سپارښتنې پرته له هیڅ ډول درمل څخه استفاده ونه کړي.
په ورته مهال، د کابل ښار لسمې ناحیې په شهرنو کې سیمه کې د نازو انا روغتون موظف ډاکټرې نادیې روبین وویل، د امېداورۍ ۹ میاشتنۍ موده پر درېیو پړاوونو وېشل شوې ده.
هغې یاده نهه میاشتنۍ دوره د مور او ماشوم لپاره حساسه او مهمه وبلله او له امېدوارو مېرمنو یې وغوښتل څو وخت په وخت ډاکټر ته مراجعه وکړي.
نوموړې په ټینګار سره وویل: «یوه ښځه باید د امېدوارۍ پر مهال په میاشت کې لږ تر لږه یو یا دوه ځلې ډاکتر ته مراجعه وکړي، څو پهخپل سر د درملو کارولو چې په میندو کې له مودې مخکې د زېږون، د ماشوم د سوء شکل (د شونډو چاک)، وینې بهېدنې او د جنین د لهمنځه تلو لامل ګرځي، مخنیوی وشي.»
نوموړې زیاته کړه، امېدواره مېرمن باید د ډاکټر له سپارښتنې سره سم پر خپل وخت درمل وکاروي او په دې موده کې لابراتواري معینات وکړي؛ ځکه ځیني حیواني مکروبونه د ماشوم د لهمنځه تلو لامل کېږي او د جنین سقط کېدو مخنیوي او د وینې کموالي لپاره د ډاکټر له سپارښتنې سره سم فولیک اسید درمل وکاروي.
په ورته مهال، د کابل ښار په وزیر اکبرخان سیمه کې د «شفاجو روغتیايي مرکز» د نسايي ولادې ناروغیو ډاکټرې سونیتا بهرام وویل، د امېدوارۍ دوره چې ۹ میاشتې ده، پر درېیو پړاوونو وېشل کېږي او ټولټال ۳۷ اوونۍ وخت اخلي.
سونیتا دغه دوره مهمه وبلله او میندو ته یې سپارښتنه وکړه چې پهخپل سر له درملو کارولو ډډه وکړي، د امېدوارۍ پر مهال هره ورځ په منظم ډول پلی تګ وکړي او د مایعاتو پر څښلو سربېره، مېوه، ترکاري او نور قوي خواړه وخوري.
هغې زیاته کړه: «د ملا درد، د نس درد او د پښتورګو درد هغه ستونزې دي چې میندې د امېدوارۍ پر مهال ورسره مخ کېږي، هره ورځ د ۱۲ ګیلاسه اوبو څښل ډېری دغه ستونزې له منځه وړلی شي.»
هغې څرګنده کړه، یاد روغتون ته داسې ناروغانو مراجعه کړې چې پهخپل سر د درملو کارولو له امله د خونریزۍ او د ماشوم له منځه تلو ستونزو سره مخ شوې وې.
Visits: 123
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن