ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا ریاست: د کندهار میرویس روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی

عامې روغتیا ریاست: د کندهار میرویس روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی

author avatar
11 Jun 2023 - 14:37
عامې روغتیا ریاست: د کندهار میرویس روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی
author avatar
11 Jun 2023 - 14:37

کندهار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د میرویس حوزوي روغتون ته پخوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له خوا درمل ورکول کېدل، خو له دوو میاشتو راهیسې يې مرسته بنده کړې او روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وویل: «ای‌سي‌ار‌سي یا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د مالي ستونزو له امله د میرویس روغتون په ګډون، په افغانستان کې پر ۲۵ روغتونونو خپل درمل بند کړي دي.»

هغه زیاته کړه چې اوسمهال یاد روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.

نوموړی وايي: «ای‌سي‌ار‌سي له تېرو دوه میاشتو درمل بند کړي دي، دوی وایي، موږ له مالي بحران سره مخ یو نو ځکه نور درمل نه شو درکولای؛ د ای‌سي‌ار‌سي مسوولینو ژمنه کړې چې له جینیوا سره د دې ستونزې په اړه خبرې کوي.»

هغه وویل، له عامې روغتیا وزارت څخه یې یوه اندازه درمل میرویس روغتون ته راوړي وو، خو د دغه درملو له خلاصېدو سره اوسمهال دغه روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.

ډاکټر عبدالمنان وايي، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې به مخکې په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو کارکوونکو ته معاشونه هم ورکول، خو اوس د میرویس روغتون په ګډون د ۲۵ روغتونونو کارکوونکو ته معاش ورکوي.

د نوموړي په وینا، د معاشاتو د ورکړې دا لړۍ به هم د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې ودرول شي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د میرویس روغتون لپاره د پوره درملو د ورکړې په اړه کومه بدیله لار نه ده موندل شوې، خو له وزارت سره په ګډه هڅه کوي چې د امکان تر بریده روغتون ته درمل برابر کړي.

بلخوا، د یاد روغتون مراجعین هم وايي، د زون په کچه تر ټولو ستر روغتون کې د درملو کمښت د دوی لپاره بد خبر دی.

د یوه ناروغ پایواز محمداکرم وایي: «موږ دلته ځکه راځو چې د شخصي ډاکټر او دوا پیسې نه لرو، خو دا چې اوس دلته نه یوه ګولۍ شته، نه پیچکارۍ شته نو مجبوره یو چې بېرته شخصي ډاکټر ته لاړ شو.»

د میرویس روغتون مراجعین چې ډېری یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي وایي، له ډېرو لرو سیمو څخه ځکه دغه روغتون ته مراجعه کوي چې د ناروغانو ښه درملنه یې وشي او ډېرې پیسې ترې مصرف نه شي.

محمدعمر چې له هلمند ولایت څخه یې خپل ناروغ ورور میرویس روغتون ته راوستلی وایي، تر اوسه پر درملو له پنځه زره افغانیو ډېرې ترې مصرف شوې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ له هلمند څخه راغلي یو، نو په دغه شفاخانه کې دوی وایي ښه کار کېږي خو اوس بیا دلته دوا نشته، هر شی له بازار څخه ورته راوړو.»

د کندهار ولایت روغتیايي مسوولین وایي، میرویس حوزوي روغتون ته پر کندهار، هلمند، اروزګان او زابل سربېره له نیمروز، فراه، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم ناروغان مراجعه کوي چې شمېر یې هره ورځ نږدې پنځه زره کسانو ته رسېږي.

Views: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.