د کندهار شاهوليکوټ کې د شاتو مچیو روزنه؛ بزګران یې د غیرقانوني کښتونو ګټور بدیل بولي
د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې یو شمېر بزګران وایي، له هغه وروسته چې د شاتو مچۍ ورکړل شوې او تولیدات یې پیل شوي، اقتصادي وضعیت یې ښه شوی او که ورته پروګرامونه دوام پیدا کړي، بزګران به نور غیرقانوني کښتونو ته مخه نه کوي.


