د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یو مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویلي يې دي چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»