Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د احمدولي په نوم ځوان چې پخوا یې په کابل، اروزګان او کندهار ولایتونو کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله او بیا د خپلو نږدې ملګرو له خوا په نشهيي توکو روږدی شو، اوس د کندهار د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشهيي توکو د روږدو کسانو پر درملنه په کلني ډول یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۳۵ زره روږدو درملنه شوې ده.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې پر نشهيي توکو روږدي څه باندې ۷۰۰ کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته واستول شول.
په افغانستان د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په بلخ ولایت کې د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې لپاره ۵۰ بستریز روغتیايي مرکز پرانیستل شو.
ننګرهار کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، د ناروغانو او مراجعينو شمېر ډېروالي ته په کتو دې د دغه روغتون د بسترونو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شي.
د دایکنډي روغتیایي مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت د روږدو درملنې ۴۰ بستریز روغتون کې د ۴۳۵ کسانو درملنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ا.ا له واکمنېدو راهيسې په ټول هېواد کې د څه باندې ۱۱۵ زره روږدو درملنه شوې، د نشهیي توکو د تولید ۱۳۱۵ فابریکې ویجاړې شوې او څه باندې ۲۱۷ زره هکتاره کوکنار له منځه وړل شوي دي.
نیمروز کې له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د پلخمري ښار له واټونو ۳۴۰۰ روږدي ټول کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، په کابل کې درملنه شوو روږدو ته په «اغوش» کمپلېکس کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
فراه کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر هغو روږدو چې مخکې یې درملنه شوې، بېرته نشو ته مخه کړې ده خو حکومت پلان لري دغه کسان یو ځل بیا راټول کړي او درملنه یې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP