Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست ولایت په صبريو یعقوبیو ولسوالۍ کې د «خلبيسات» په نوم د یوې لېسې زدهکوونکي چې د کتابونو بکسونه یې اوږو ته اچولي، سهار وختي د یوې هدیرې په لور روان دي؛ د دوی د درس ځای همدلته دی او له کومې سرپناه، مېز او چوکۍ پرته زدهکړې کوي.
د کونړ د یو شمېر لرېپرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو کمښت له امله یې د ماشومانو زدهکړې نیمګړې پاتې کېږي.
په خوست کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زدهکړو بهير کې د شته ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.
د افغانستان د خصوصي ښوونځيو اتحادیې رییس وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو فیسونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي او په دغو ښوونځيو کې د زدهکوونکو شمېر ډېر شوی دی.
په غزني کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي د خپلو درېیو نورو ملګرو په ملتیا یو موټر جوړ کړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې پولیسو د کابل ښار د حاجي عبدالقدیر لېسې یو زدهکوونکی د دې لېسې د یوه بل زدهکوونکي د قتل په تور نیولی او زیاتوي، نیول شوی هلک عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
په خوست کې هغه زدهکوونکي چې د ښوونځيو ودانۍ يې د تېرو جګړو پر مهال تخريب شوې دي، له حکومته يې د بيارغولو غوښتنه کوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزات مسوولین وایي، په کابل کې د دغه وزارت اړوند د رحمن بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ له لېسو ۵۱۴ زدهکوونکي فارغ شول.
په تخار ولایت کې د ښوونځيو یو شمېر زدهکوونکو د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د «زر مینځلو» په څېر پر سختو کارونو لاس پورې کړی دی.
د تخار د پوهنې ځيني مسوولین د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ودانیو له نشتوالي شکایت لري او وایي، زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا او تر سره لمر لاندې درس وایي.
د میدان وردګو ولایت د یو شمېر ښوونځيو زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي او د پوهنې له وزارته غواړي چې دغه ستونزه دې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP