Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې د زدهکړو په دولتي او غیردولتي مرکزونو کې څه باندې ۷۴ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
خوست کې يوه ځوان د نجونو په ګډون لسګونه يتيمو او بېوزلو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
هلمند کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د «امام احمد ابن حبان بستي» روزنتون کې د سلو نجونو په ګډون درې سوه بېسرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، څلوېښت روغتیایي کارکوونکي یې د جدي څارنې برخه کې د یو میاشتنۍ هر اړخیزو زدهکړو ترلاسه کولو په موخه ایران هېواد ته استولي دي.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ سلو کارګرو ماشومانو ته د لومړنیو زدهکړو شپږ میاشتني ټولګي جوړ شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري، که څېړنو کې ثابته شوه چې جایزې دي، جواز به پيدا کړي او که نه همداسې به معطل پاتې شي.
په غزني ولایت کې یوې موسسې لسګونو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په درېيو حرفوي برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د پوهنې سرپرست وزیر وايي چې په هېواد کې د عصري او دیني علومو د زدهکړو کیفیت کمزوری دی خو د لوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د سړکونو غاړو او خښتو بټيو کارګرو ماشومانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو مرکز جوړ شو.
د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د بېوزلۍ له امله یې کار کولو ته مخه کړې چې اوس له زدهکړو پاتې دي.
اروزګان کې یو ۵۷ کلن سړی له څلورو ښځو ۵۲ اولادونه لري خو د بېوزلۍ له امله د درېیو خونو په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP