د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وایي، د سرخاب ذخیروي بند له کلونو ځنډ وروسته په بشپړه توګه له اوبو ډک شوی او د لومړي ځل لپاره یې اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.