Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په رسمي سفر قطر ته
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغیزستان له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال هغه ته بلنه ورکړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړي.
ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وروسته له اوو کلونو چین ته سفر وکړي.
د مسکو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو وروسته ځینو روسي سیاحتي شرکتونو د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د یوه اونیز سفر تبلیغات پیل کړي او تمه ده چې د سیلانیانو لومړۍ ډله د جولای میاشتې تر نیمايي افغانستان ته سفر وکړي.
د زلمي خلیلزاد مېرمنې شرلي بنارد په یوې مقاله کې لیکلي چې افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي، څوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید بندیزونه کم کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له تاتارستان څخه بېرته کابل ته راستون شو او وایي چې د دغه سفر پر مهال یې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره یې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکيم شرعي د سن پترزبورګ نړۍوالې حقوقي مجمع په دیارلسمې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته ولاړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته یې دوحې ته د سفر معافیت ورکړی دی.
د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي او ټاکل شوي چې یو لوړپوړی پلاوی روسیې ته سفر وکړي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبېکستان ته ولاړ.
کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سیدمحمد اتابک به په نږدې راتلونکي کې د یوه پلاوي په مشري افغانستان ته سفر وکړي.
د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې متحده عربي امارتو ته تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP