Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د سړکونو خرابوالي له امله يې ډېری وخت ناروغان تر روغتونه نه رسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو مسوولین وايي چې ډېر ژر به د لویو او فرعي لارو د جوړولو چارې پيل شي.
د باغیس یو شمېر اوسېدونکي په قلعهنو ښار کې د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او وایي، له کلونو راهیسې د دغه ښار سوکونه نه دي ترمیم شوي، خو مسوولین بیا په نږدې راتلونکي کې د ویجاړ شوو سړکونو د بیارغونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۸۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۱۰ کيلومټره سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښار د ځینو سړکونو پر غاړو داسې مهال د سلمانيانو شمېر ډېر شوی چې ځیني ډاکټران د سلمانانو له لوري د روغتیایي لارښوونو پر پامنیوي ټینګار کوي؛ ځکه حفظ الصحې ته نه پاملرنه، له یوه کس نه بل ته د خطرناکو ساري ناروغیو د لېږد لامل ګرځي.
د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ګمبیر او کټار سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی د سړک نه شتون له امله د مالونو د انتقال او تګ راتګ لپاره له حيواناتو استفاده کوي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP