د کندهار – اروزګان لویې لارې پخولو چارې پیل شوې
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار – اروزګان د سړک چې د شمال دهلېز په نوم یادېږي، د پخولو چارې نن پيل شوې.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د کندهار – اروزګان د سړک چې د شمال دهلېز په نوم یادېږي، د پخولو چارې نن پيل شوې.
د کندهار د مرکز اړوند په درېیمه ناحیه کې د ښاروالۍ له خوا د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خوست ښار کې د نږدې ۲۰ ميليونو افغانیو په لګښت د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ د دارین سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۱۰۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې.
فراه کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز دویمې ناحيې مربوطاتو کې د سیدمیر عجب اغا په نوم د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
د فراه ګلستان ولسوالۍ یو شمېر خلک وايي، دوی هیڅ پوخ سړک نه لري، او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ لار له کندهار- هرات لویې لارې سره - چې ورسره ۶۰ کیلومتړه واټن لري- ونښلوي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د هوز سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې.
مسوولین وايي چې د پامیر - اشکاشم سړک پراخولو او هوارولو چارې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف نهمې ناحیې کارته نوشاد سیمه کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه کم یو کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې نن د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک د سلطان محمود غزنوي سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت د ټولګټو چارو ریاست او ښاروالۍ له لوري د جلالاباد هوايي ډګر مخې ته پر عمومي سړک ايښودل شوې موانع له شلو کلونو وروسته لرې شوې.
د کندهار ښار - سپینبولدک لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، د دې لارې جوړولو پاتې چارې - چې له تېرو شاوخوا دوهنیمو کلونو راهیسې ولاړې دي - باید بېرته پیل شي.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې اته میلیون او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۷،۵ کیلومتر سړک د ترمیم او بیارغولو چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت مسوولین وايي چې د کندهار ښار له ډنډ چوک څخه تر باغپُل پورې یې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل کړې دي.
د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د دفاع وزارت له لوري د شل کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د کندهار- هرات تر لويې لارې پورې د ۲۳ کیلومتره سړک بیارغولو چارې پيل شوې
اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د اروزګان - کندهار لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د زابل په مرکز کې د ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې، بلخوا په بغلان کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو پخولو کار پيل شو.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت يو فرعي سړک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.