ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د سړک پخولو یوې پروژې چارې پیل او زابل کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوې

بغلان کې د سړک پخولو یوې پروژې چارې پیل او زابل کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوې

کلات، پلخمري (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کې د ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې، بلخوا په بغلان کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو پخولو کار پيل شو.

د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کلات کې د اته اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په لګښت ۴۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شوه.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي حکمت‌الله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې شبکې د کلات اړوند دوو کلیو (نورک او شینغړي) کې جوړې شوې.

دی وايي، د یادو پروژو لګښت د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) او ناروې د کډوالو شورا له خوا ورکړل شوی دی.

نوموړی وايي، د دې پروژو کارونه شپږ میاشتې پخوا پيل شوې وې.

دی زیاتوي، د نورک سیمې د اوبو شبکه ۳۵ زره لېتره او د شینغړو کلي شبکه د ۲۰ زره لېتره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.

د سیمې خلک د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې پخوا يې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت و.

د نورک اوسېدونکی عبدالولي وايي، هیله ده چې له دې وروسته به د دوی د سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته پوره لاسرسی پيدا کړي.

دی وايي، په کلي کې يې د وچکالیو له امله ډېری کارېزونه وچ شوي او خلکو به خپلې د اړتیا وړ اوبه له لرو سیمو راوړې.

هغه زیاته کړه چې په کلي کې يې د څښاک پاکو اوبو نوې شبکې په جوړېدو سره هر کور ته د پاکو اوبو نل تېر شوی دی.

دغه راز د شینغړو کلي اوسېدونکی حضرت خان هم وايي، په کلي کې يې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه فعاله شوې او خلک به له دې وروسته پاکو اوبو ته ۲۴ ساعته لاسرسی ولري.

خو زیاته يې کړه چې حکومت دې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي؛ ځکه په وینا يې چې ډېری کلي لا هم د څښاک پاکې اوبه نه لري.

د یو بل خبر له مخې، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له لوري نن د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د یادو سړکونو د کار د پيل مراسمو کې وویل، دغه درې فرعي سړکونه یو کیلومتر اوږدوالی لري چې د ښاروالۍ له خوا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

Views: 227

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.