ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي چې په تېره نږدې یوه میاشت کې پر شري اخته ۱۲۸ ماشومان په دغه روغتون کې بستر شوي خو ځیني پایوازان په یاد روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت لري.
د ننګرهار روغتیایي مسوولين وایي، په دغه ولايت کې يې د شري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په موخه د واکسين کمپاين پيل کړى دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر نس ناستي یا کولرا او ۶۰زره نور پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.
د هلمند د ولايتي روغتون مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي زياته شوې او تراوسه يې د ۲۵ ماشومانو ژوند اخيستی دی.
د ننګرهار د روغتيا رياست چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې په مرکز جلال او ولسواليو کې د شري ناروغۍ ١٠٥٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، له تېر ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې په ټول هېواد کې ۳۵ زره ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۲۱۴ تنه یې له امله مړه شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): د روغتیا نړیوال سازمان پر شري ناروغۍ د زرګونه افغان ماشومانو د اخته کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن