ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دغه ولایت له حیرتان بندره تېر ۱۴۰۲ کال د څه باندې ۵۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۱۰ سلنه کموالی ښیي.
کابل کې د سیروم جوړونې یوې خصوصي فابریکې په لومړی ځل د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په لومړي ځل د روزنک اوسپنې پټلۍ له سټېشنه ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه توکي صادر شول.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر لمریز کال کې د ۲۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تېر کال له دغه ولایته بهر ته لس زره ۷۰۰ ټنه شکرپاره صادر شوې، خو زیاتوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د لارو تړل کېدل یې د صادارتو پر وړاندې لوی خنډ دی.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره میاشت د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۳۸۱ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې درې زره ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې له افغانستانه د نږدې ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۲۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره پاکستان، هندوستان، ایران او ترکیې ته صادر شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په لړم میاشت کې د ۲۲۷ اعشاریه یو میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶۸۱ اعشاریه ۵ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په تله میاشت کې د ۲۵۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۹۸ اعشاریه ۲ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۸ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې شپږ زره ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
په هرات کې د ګاز لېږدولو تولید شوي ټانکرونه په لومړي ځل ازبکستان ته صادر شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن