کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د څه باندې ۱۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ صادر شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د ۱۴۰۳ کال په جریان کې د ۱۵ میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۶۳۰ ټنه غالۍ صادر شوې دي.
هغه زیاتوي، یاد صادرات پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، اوزبېکستان، المان، هالنډ، امریکا متحده ایالتونو، هند، کاناډا، عربي متحد اماراتو، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته شوي دي.
غالۍ د افغانستان یو با ارزښته او پخوانی لاسي صنعت دی چې د دغه هېواد د خلکو په دود او هنر کې ځای لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP