Language

تېر کال له افغانستانه ۴۶۶ زره ټنه تازه او وچه مېوه صادره شوې

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې له افغانستانه د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۶۶ زره ټنه تازه او وچه مېوه صادره شوې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې په صادر شوو مېوو کې بادام، چهارمغز، جلغوزي، آلوبخارا، انځر، ممیز، زردآلو، انار، انګور او مڼه شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده اندازه مېوه پاکستان، هندوستان، اوزبېکستان، متحده عربي امارات او ترکیې ته صادره شوې ده.