د غزني موزیم د زیانمنو شوو تاریخي اثارو رغونه پیل شوه
چارواکي وايي، د غزني موزیم د یو شمېر هغو تاریخي اثارو رغونه یې پیل کړې چې د وخت په تېرېدو زیانمن شوي وو.
چارواکي وايي، د غزني موزیم د یو شمېر هغو تاریخي اثارو رغونه یې پیل کړې چې د وخت په تېرېدو زیانمن شوي وو.
د غزني د اندړو ولسوالۍ کروندګر وايي، سږ کال ورښتونه نشته او کښتونه یې اوبو ته اړتیا لري، چارواکي باید د سردې بند اوبه خوشې کړي.
د غزني امنيتي مسوولین وايي چې په دې ولايت کې يو ځوان د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
د غزني د مخابراتو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې سلام مخابراتي شبکې اته پايې لګولې او فعاليت يې پيل کړی دی.
د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې ۵۰ ښځو د ګنډنې (خیاطۍ) شپږ میاشتنۍ حرفوي زده کړې بشپړې کړې او نن د فراغت سندونو ترڅنګ کاري وسایل هم ورکړل شول.
د غزني په ګیلان ولسوالي کې ۵۰ کسانو د ګنډلو(خیاطۍ) او لمریزې برېښنا د تخنیک په برخو کې شپږ میاشتنۍ حرفوي زده کړې بشپړې کړې چې نن د کب په ۲۹مه یې د فراغت سندونه او اړوند کاري وسایل تر لاسه کړل.
د غزني امنيه قومانداني وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۰ کسان نیولي دي.
په غزني کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړي (پلار، زوی او نږور) مړه شوي دي.
د غزني چارواکو په یوه تازه ګام کې پر نشو د روږدو کسانو ټولولو او د هغوی د درملنې لړۍ پیل کړې ده.
د غزني اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې دغه ښار ته د راغلې وارداتي برېښنا پارچاوي ډېره شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت له ۱۰زره او ۷۰۰ اړو کورنیو سره د نغدي مرستې وېش پيل شو.
د غزني امنيتي مسوولین وايي، په غزني ښار کې يې هغه کس چې له کابله يې يوه کوژده شوې نجلۍ تښتولې وه، نیولی دی.
د غزني د سردې بند کانالونو جوړولو پروژې سروې بشپړه او عملي کارونه یې پيل شول.
د غزني د مقر او آب بند ولسوالیو پر ۳۵۰۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د غزني د امنیې قومانداني چارواکي وايي، درې تنه غله یې نیولي چې له یوه کوره یې موټرسایکل او سره زر غلا کړي وو.
د غزني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رییس چې درې مياشتې مخکې د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی وو، جسد يې نن په غزني ښار کې موندل شوی دی.
د غزني امنیتي چارواکي وايي، یوه ځوانه نجلۍ یې له تښتوونکو ژغورلې او خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.
د ناروې په مالي ملاتړ د غزني ۲۸ هلکانو او نجونو ته د پکتیا د طبي علومو انسټیټیوټ د نرسینګ، لابراتوار، فارمیسي او قابله ګي په څانګو کې دوه کلنې زده کړې ورکول کېږي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس وایي، حکومت له خبریالانو او رسنیو سره د فعالیت په برخه کې هيڅ راز ستونزه نه لري او ملاتړ يې کوي او زیاتوي چې هیڅوک اجازه نه لري خبریالان وګواښي او یا یې ونیسي.
په غزني ولايت کې پر زرو اړمنو کورنيو د خوراکي او غيرخوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه.
د غزني اوسېدونکي وايي، د ولایتي روغتون ډاکټران د ناروغانو په درملنه کې ناغېړي کوي او ان په رسمي وخت کې هم د دغه روغتون پر ځای په خپلو شخصي کتنځایونو کې بوخت وي. د…
د غزني د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې یې دوه ګرځنده روغتیايي ډلې ګومارلې څو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د غزني ولایتي چارواکو په صادر کړي یوه مکتوب کې ټینګار کړی چې ښځې دې له اړتیا پرته له کوره نه وځي او په کور د کښېناستلو په اړه دې پوهاوی ورکړل شي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په غزني ښار او ولسوالیو کې یې لسګونه هغه روغتیايي مرکزونه، کلینیکونه او درملتونونه تړلي چې د فعالیت جواز یې نه درلود.