Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې یو شمېر سوداګرې ښځې سیمهییزو تولیداتو ته د پلور بازار له نشتوالي او د اړوندو بنسټونو له نه ملاتړه شکایت کوي او په دې برخه کې د حکومته پاملرنه غواړي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پلخمري ښار کې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ له پرانیستې وروسته، دغه ولایت کې دوه زره نجونو د لاسي صنایعو کارخونو کې کار پیل کړی دی.
فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینهوو ته به د کار زمینه برابره شي.
سمنګان کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې مسووله فاطمه شېرزاد په داسې حال کې چې د خپلو تولیداتو بازار پیکه کېدو ته اندېښمنه ده، له مسوولو بنسټونو غواړي څو له صنعتګرو ښځو ملاتړ وکړي.
په غور ولایت کې یو شمېر د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د خپلو توکو د پلور کچې کمېدو خبره کوي او له حکومته د ملاتړ غوښتنې ترڅنګ وايي، د تولیداتو لپاره یې باید بازارموندنه وشي.
د فراه ښار یو شمېر صنعتګر وايي، د پخوا په پرتله يې کارونه ښه شوي دي.
د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، مخکې د دغه ولایت د ښځو لاسي صنایعو یو ځانګړی شهرت درلود، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله یې بازار کمرنګه شوی دی.
د بامیان د والي ویاند وایي، د یاد ولایت سیمهییزه اداره به شته امکاناتو ته په کتو د لاسي صنایعو د ودې لپاره هڅه کوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب، لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP