د لغمان د الینګار ولسوالۍ د «ساو درې» زرګونه کورنۍ لا هم مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې زرګونه کورنۍ لا هم مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي خو مسوولین وايي، لومړۍ سروې یې ترسره کړې او ژر به ورته خدمات پیل شي.

























