د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز مارکېټونه جوړېږي.
د لوګر ولایت د سوداګرۍ خونه وایي چې سږ کال د دغه ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو ۱،۱ میلیون ټنه کرنيز محصولات صادر شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ له کتابپلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت د ۴۵ زره زدهکوونکو لپاره د درسي توکو مرسته وشوه.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت محمداغې، برهکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول کیږي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې سږ کال تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۹ نور ټپیان شوي دي.
لوګر کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د کتبخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د لوګر – پکتیا پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د پرېکړې له مخې په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالۍ کې په دولتي ځمکو کې جوړ شوي لسګونه استوګنیز کورونه ونړول شول.
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالې ترسره شوې.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ لوېدیځ لور ته په زر جریبه ځمکه کې دویم صنعتي پارک جوړېږي.