ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د پوهنې برخې ۶۸ رغنیزې پروژې بشپړې شوې

لوګر کې د پوهنې برخې ۶۸ رغنیزې پروژې بشپړې شوې

author avatar
7 Mar 2024 - 15:47
لوګر کې د پوهنې برخې ۶۸ رغنیزې پروژې بشپړې شوې
author avatar
7 Mar 2024 - 15:47

پل‌علم (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د لوګر د پوهنې رییس وايي چې ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د پوهنې برخې ۶۸ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه څرګندونې د لوګر پوهنې ريیس مولوي جنت‌ګل عزیز په مرکز پل‌علم کې د یوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وویل چې دغه پروژې د پوهنې وزارت، کورنیو او نړۍوالو مؤسسو او خیریه بنسټونو په مرسته د تېر یو کال په جریان کې بشپړ شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

عزیز زیاته کړه، په بشپړو شوو پروژو کې د ښوونځيو بیارغونه، ښوونځيو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړول، د ښوونځيو احاطوي دېوالونو جوړول او همدارنګه د یو شمېر ښوونځيو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو وسایلو ورکول شامل دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه: «روان کال د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې برخه کې ۶۸ لویې او وړې پروژې عملي شوې چې ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، د یادو پروژو له بشپړېدو سره د ښوونځيو زرګونه زده‌کوونکو ته خوندي چاپېریال رامنځته شوی او په پام کې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې ورته نورې پروژې هم عملي شي.»

د پل‌علم یوه اوسېدونکي عبدالباقي پژواک ته وویل، خوښ دی چې په لوګر ولایت کې د پوهنې ریاست له لوري لسګونه رغنیزې پروژې عملي شوې دي.

ده وویل چې په دغه ولایت کې زده‌کوونکي له ځینو ستونزو سره مخ دي چې د دغه شان پروژو عملي کېدل به یې ستونزې کمې کړي.

لوګر پوهنې ریاست په داسې حال کې د ۶۸ پروژو د عملي کېدو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې اوس هم شاوخوا ۷۶ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.