Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره کابل کې ۴۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان روزنتونونو ته جذبوي.
د خوست عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې له ۳۰۰ ډېر ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې د جلالاباد سیمهيیز روغتون کې يوې مېرمنې په يو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوې مور په یو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، جلالاباد ښار کې يې د سوالګرو د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره کړی چې پر مهال يې ۱۰۴ سوالګر ماشومان راټول کړي او د مرستو په موخه يې اړوندو ادارو ته ورپېژندلي دي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ولایتي روغتون کې یوې مور د سزارین سیکشن بریالي عملیاتو له لارې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي، خو د دغو ماشومانو پلار وایي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او باید مرسته ورسره وشي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۷۲۰۰ ماشومان بستر شوي چې له ډلې یې ۳۲ مړه شوي دي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې شاوخوا شپږ زره کسان کار کوي چې نږدې نیمايي یې ماشومان او تنګي ځوانان دي.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې بلخ ولایت کې د روان لمریز کال لومړیو اوو میاشتو کې ۸۴۹ ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته او له ډلې یې ۲۱ ماشومان مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږ مېلادي کال په هېواد کې د شري ناروغي د شکمنو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي، بلخوا، ډاکټران دغه ناروغي مرګونې بولي او له کورنیو غواړي څو خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق برخه کې پام وکړي.
د نسایي ولادي متخصصین سپارښتنه کوي چې هره جوړه باید له واده مخکې خپلو ماشومانو ته د ارثي ناروغیو د لېږد د مخنیوي لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپله وینه معاینه کړي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې او ماشومان د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP