Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یو کس پر یوه ۱۲ کلن ماشوم د جنسي تېري او ۷ تنه نور د جواري په تور نیولي دي.
میدانښار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې یو ۱۳
د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن ماشوم د خپل کور څاه ته له کوزېدو وروسته ګاز نیولی او مړ شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن غرمه د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې يو دوه کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو ماشوم د سړي تښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې دوه کسان نيولي دي.
نن سهار د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو څلور کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی او دا مهال یې د ژغورنې هڅې روانې دي.
کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د استخباراتو لوی رياست وايي، امنيتي ځواکونو د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې يو ماشوم له سړي تښتوونکو څخه
د فراه امنیه قومانداني وايي چې پرون يې د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې يو ۱۴ کلن هلک د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی او په دې تړاو يې دوه کسان هم نيولي دي.
ډېر کله ځیني خلک پورته یا هوا ته د ماشوم غورځولو چاره د هغو د خوښ ساتلو او خندولو لپاره ترسره کوي؛ خو ډاکټران دا کړنه ناسمه او خطرناکه بولي او کورنیو ته سپارښتنه کوي چې له ماشوم سره له دې ډول لوبو ډډه وکړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کندهار کې له پنځو کلونو راهېسې یو نادرکه شوی ماشوم یې کابل کې پیدا کړی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
یو ۱۳ کلن ماشوم چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت له سره رود ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن