Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
جوزجان کې یو شمېر مالداران خوښ دي چې سږ کال ورښتونه ډېر او څرځایونه د تېر کال په پرتله شنه دي، خو له کرنې ریاسته غواړي چې د حیواني ناروغیو مخنیوي په موخه دې د دوی څاروي واکسین کړي.
په ننګرهار کې يو شمېر مالداران وايي، د څرځايونو کموالي، وچکالۍ او څارويو ته یې پر وخت د واکسين نه رسېدو له امله ورځ تر بلې څاروي کمیږي.
کونړ کې یو شمېر مالدارانو دغه ولایت کې د مالدارۍ ملي ورځې د نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د مالدارۍ سیسټم د عصرې کېدو برخه کې دې ورسره مرسته وشي.
بادغیس کې ځیني مالداران په داسې حال کې په ژمي کې د څارویو خوراکي توکو کموالي له امله اندېښنه ښيي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، مالدارانو ته یې د څارویو ۲۵۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او زیاتوي چې دغه ډول مرستې به دوام ولري.
د جوزجان کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څارویو خوراکي توکو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، که له مالدارانو سره مرسته ونه شي، ښايي څه باندې یو میلیون څاروي یې له منځه لاړ شي.
د دایکڼدي د ځینو ولسوالیو مالداران وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د مختلفو حیواني ناروغیو خپرېدو له امله سلګونه څاروي تلف شوي دي.
په غور ولایت کې یو شمېر مالداران وايي، د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله مجبور دي چې خپل څاروي په ټيټه بیه وپلوري.
نیلي (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د دایکنډي یو شمېر مالداران د څارویو د پوستکي ناروغۍ (لمپي سکین) خپرېدو له امله -چې د دوی د څارویو
بادغیس کې یو شمېر مالداران د څارویو بیو لوړېدو او د بازار نشتوالي ته یې په اشاره له مسوولینو غواړي څو د څارویو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
د سرپل یو شمېر مالداران وايي چې واورو د دغه ولایت ټول څرځایونه پوښلې او څاروي یې د وښو د نهشتوالی له امله د لوږې له خطر سره مخ دي.
په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.
د تخار ولایت یو شمېر مالداران د وروستیو وچکالیو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د وښو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې اړ دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن