ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د لمپي‌‌سکین ناروغۍ خپرېدو مالداران اندېښمن کړي دي

دایکنډي کې د لمپي‌‌سکین ناروغۍ خپرېدو مالداران اندېښمن کړي دي

author avatar
3 Apr 2023 - 15:09
دایکنډي کې د لمپي‌‌سکین ناروغۍ خپرېدو مالداران اندېښمن کړي دي
author avatar
3 Apr 2023 - 15:09

نیلي (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د دایکنډي یو شمېر مالداران د څارویو د پوستکي ناروغۍ (لمپي سکین) خپرېدو له امله -چې د دوی د څارویو له منځه تلو لامل شوې- اندېښمن دي او دې برخې ته د مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

هغوی وايي، د دوی په سیمو کې د لمپي‌‌سکین ناروغي خپره شوې چې تر اوسه یې څو غواګانې له منځه وړې دي.

په دایکنډي کې یو مالدار جان‎محمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «په لومړي سر کې د غوا پر پوستکي نسبتا لوې دانې پیدا کېدلې، بیا غوا له حرکت او خوراکه پاتې کېده.»

نوموړي همداراز زیاته کړه چې په سیمه کې یې تر اوسه د یادې ناروغۍ له امله ۱۰ غواګانې له منځه تللې دي.

د دایکنډي یو بل اوسېدونکی عارف وايي، د دغه ولایت د ډېری خلکو ژوند له مالدارۍ سره تړلی او د یادې ناروغۍ خپرېدل به دوی سخت زیانمن کړي.

هغه له حکومتي مسوولینو غواړي چې د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې، په دايکنډي کې د څارويو د يوه کلينيک مدير اکبر احمدي وايي، لمپي‌سکین يوه ساري ناروغي ده او که د مخنيوي لپاره يې تدابير ونه نيول شي، ډېرې غواګانې به له منځه ولاړې شي.

هغه زیاته کړه، یاده ناروغي څو میاشتې مخکې خپره شوه خو په ژمي موسم کې کمه شوې وه؛ اوس بیا د یادې ناروغۍ څو پېښې ثبت شوې چې خلک یې اندیښمن کړي دي.

هغه وویل، په دایکنډي کې د یادې ناروغۍ له پیله تر اوسه څه باندې ۱۰۰ غواګانې تلف شوې دي.

احمدي له یادې ناروغۍ سره د مقابلې یوازینۍ لار واکسین بولي او له ټولو مالدارانو غواړي چې خپلو څارویو ته واکسین وکړي.

بل پلو، د دایکنډي د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د حیواناتو د پوستکي ناروغي خپره شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي.

د دایکنډي د کرنې ریاست د حیواني روغتیا مدیر عزیز شریفي پژواک ته وویل چې تېر کال ډېر شمېر غواګانې د یادې ناروغۍ له امله تلف شوې.

خو شریفی وایي چې یاده ناروغي یو ځل بیا د میرامور، نیلي، شهرستان او اشترلي ولسوالیو په غواګانو کې خپره شوې ده.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې د کرنې ریاست د یوې موسسې په همکارۍ له روژې څخه وروسته په دایکنډي کې د لمپي‌سکین واکسین لړۍ پيل کړي.

نوموړي وویل، له حیواني کلینیکونو سره هم په اړیکه کې دی او له یادې ناروغۍ سره  د مبارزې لپاره همکاري لري.

دایکنډي یو کرنیز ولایت ګڼل کېږي او ډېر شمېر خلک یې پر مالدارۍ او کرنې بوخت دي.

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.