Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې په دغه هېواد کې له افغان سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د واردوونکو توکو کیفیت په پام کې ونیسي.
مالیزيا کې د افغانستان سفارت وايي چې په دغه هېواد کې د پرلېس اسلامي پوهنتون رییس افغان محصلینو ته د بورسیو ورکولو ژمنه کړې ده.
د مالیزیا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، په دغه هېواد کې اوس د افغانستان په اړه نظر ښه شوی او حکومت یې لېوال دی چې له کابل سره اړیکې لا پیاوړې او ښې کړي.
د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دغه هېواد کې افغان سفیر د ۵۴ هېوادونو د دیني مشرانو په کنفرانس کې ګډون وکړ.
د مالیزیا هېواد یو پلاوی چې بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی، د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یې ویلي، دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل لپاره هڅه وکړي.
په تایلینډ کې د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالیو په لړ کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي نړۍوال انسټیټيوټ مشر، له افغان سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره په نصاب جوړونه، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې همکاري کوي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د مالیزیا له پخواني لومړي وزیر سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او له دغه هېواده د افغان ګرځندویانو د لیدنې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو همکارۍ او د هېواد روغتیایي خدمتونو معیاري کولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت په هلوځلو مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیل شوه.
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په مالدیف کې د والیبال په روانو سیالیو کې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP