Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مالیې وزارت له ټولو سوداګریزو شرکتونو غوښتي څو خپل سوداګریز توکي په خپل جواز ګمرک ته وارد او ګمرکي پړاوونه یې د خپل رسمي استازي له لوري ترسره کړي.
د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تر اوسه توشیح شوې نه ده، خو دولتي کارکوونکو ته د وري میاشتې تنخوا د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درنښت له اختره مخکې ورکول کېږي.
د مالیې وزارت وایي، د روژې مبارکې میاشتې په درناوي یې د شپږ قلمه خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۱۷ تر ۸۰ سلنې پورې ټيټ کړ.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې له مستوفیتونو څخه ۱۱ میلیارد او ۳۳۶ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې پر مسودې کار روان دی او هغه پرمختیايي پروژې په کې په پام کې نیول کېږي چې د هېواد او خلکو پر اقتصادي ودې ډېر اغېز ولري.
د هېواد مالیې وزارت وایي چې د افغانستان ګمرکونو په تاریخ کې یې په لومړي ځل د مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارد افغانۍ له ګمرکونو راټولې کړې دي.
د افغانستان مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې ټولو بهرنیو بنسټونو او انجیوګانو ته چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، د ګمرکي معافیت خبر ورکړ.
مالیې وزارت، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په تړاو د روڼتيا نړۍوال سازمان خپاره شوي ارقام نیمګړي بللي او په دې برخه کې یې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
. . .
د مالیې وزارت وايي، پاکستان د ټرانزیټي اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزیټي مالونو ځیني محدودیتونه لګولي خو په کار ده چې د محدودیتونو وضع کولو پر ځای د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې وکړي.
مالیې وزارت وایي، په ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارد او صادرات ۴.۳ میلیارد افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د افغانستان مالیې وزارت وايي، د سوداګرو په غوښتنه د کېنو، مالټو او زېړ سلفرو ترانزیټي گمرکي تضمین له ۱۱۰ څخه ۶۰ سلنې ته ټيټ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP