مرستندویه موسسو سېلابځپلو ته د مرستو رسولو د چټکولو ژمنه وکړه
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر له کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې سېلابځپلو سیمو ته خپلې بېړنۍ مرستې چټکې کړي؛ د دغو موسسو استازو هم ژمنه وکړه چې له یادې ادارې سره په همغږۍ به زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ ګړندۍ کړي.


