کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر له کورنیو او نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې سېلابځپلو سیمو ته خپلې بېړنۍ مرستې چټکې کړي؛ د دغو موسسو استازو هم ژمنه وکړه چې له یادې ادارې سره په همغږۍ به زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ ګړندۍ کړي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې راهیسې د هېواد په کچه د سختو بارانونو، توپان، سېلابونو، د غره ښویېدنې او نورو پېښو له امله ۳۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۴۳۶ نور ټپيان شوي او څه باندې ۲۳۰۰ کورونه په بشپړ او څه باندې اته زره کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي دي. په دغو پېښو کې کرنیزو مځکو ته هم زیانونه اوښتي دي.
د وروستیو سیلابونو له امله تر ټولو ډېره مرګژوبله او زیانونه نورستان کې اوښتي. چارواکي وایي، هلته ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۸۵ کسان ټپیان شوي او ۱۳۵میلیون ډالره زیان رسېدلی دی.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې نن (د زمري اتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې لوی ريیس ملا نورالدین ترابي د وروستیو سېلابونو له امله د بېړني غبرګون او زیانمنو کورنیو ته د چټکې رسېدنې په موخه د نړیوالو او کورنیو مرستندویه موسسو او همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
ترابي ویلي، د دې غونډې اساسي موخه دا ده چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي. ده زیاته کړې چې یادي ادارې خپل ټول شته امکانات او وړتیاوې د ژغورنې، ارزونې او مرستو د همږغۍ لپاره په کار اچولي دي.
ده له ټولو مرستندویه موسسو او همکارو بنسټونو غوښتي چې ټولو سیلابځپلو سیمو ته د بشري مسوولیت له مخې خپلې مرستې او فعالیتونه لا چټک کړي، ترڅو زیانمنې کورنۍ پر وخت اړینو مرستو ته لاسرسی ولري.
هغه ټینګار کړی چې د مرستو په وېش کې باید روڼتیا، عدالت او اغېزمنتیا په پام کې ونیول شي او ټولې ادارې د ګډې همږغۍ له لارې خپلې چارې پر مخ یوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د مرستندویه موسسو استازو هم د سېلابځپلو له کورنیو سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو موسسو استازو ژمنه کړې چې له یادې ادارې سره به په بشپړه همږغۍ د بېړنیو بشري مرستو لړۍ نوره هم چټکه کړي، ترڅو زیانمنو خلکو ته پر وخت او اغېزمنه رسېدنه وشي.