Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
د فراه ولایت سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ، له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پنجشېر عامې روغتیا ریاست وايي چې د روغتیا نړۍوال سازمان ورسره د څه باندې ۲۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د باکتریولوژي او پيسيار تشخیصیه دستګاوو مرسته کړې دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې یې له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره بشري مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، کاناډا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالر (۲،۲ میلیونه امریکايي) مرسته اعلان کړه.
ننګرهار کې د ایران قونسلګرۍ مسوولینو د دغه ولایت له چارواکو سره ژمنه کړې چې د وروستي توپاني باران له امله له زيانمن شوو کورنيو سره بشري مرسته کوي.
چین د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته بېلابېل ډول موټر او نور توکي ورکړي او دا د هغې ۱۰۰ میلیون مرستې برخه ده چې ژمنه یې کړې وه.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې له افغانستان سره د یادې ټولنې له لوري د ۹۸ ټنه طبي تجهیزاتو د مرستو خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ یې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې له ۱،۲ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن