Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.
د حکومت یو شمېر ښځینه کارکوونکې وایي، پنځه زره افغانیو ته یې د معاشونو ټیټېدو په اړه څرګندونو ډېرې اندېښمنې کړې خو ځینې سرچینې وایي، د دې موضوع د حل او روښانه کولو لپاره هڅې روانې دي.
مسوولین وايي چې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څه باندې ۶۰۰ سوالګر ټول شوي چې تر ارزونې وروسته به مستحقو کسانو ته میاشتنی معاش وټاکل شي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي، د دولتي پوهنتونونو د علمي کادرونو د معاش لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
د چارو اداره وایي، د لغوه شوو ادارو سلګونه کارکوونکو ته معاشونه ورکوي او دغه لړۍ پيل شوې ده.
په نيمروز ولايت کې د شهيدانو یو شمېر وارثین او معلولين له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او غواړي چې ملاتړ یې وشي، خو د دغه ولايت مسوولین وايي چې د هغوی دې ستونزې ته به ډېر ژر رسېدنه وشي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د شهیدانو کورنيو او معلولینو ته د هغوی د شپږ میاشتو معاش ورکولو لړۍ يې له شل ورځو راهیسې پيل کړې ده.
د کرونا روغتونونو د ډاکټرانو له لوري د معاشونو نه ورکړې په اړه له شکایتونو وروسته، عامې روغتیا وزارت دغه ستونزه مني او وایي چې د یادو روغتونونو لپاره د مرستندویانو د ملاتړ جذبولو لپاره له بهرنیو موسسو او نړیوالو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دی.
د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د کووېډ- ۱۹ روغتونونو کارکوونکي وايي چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
په کندهار کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون ډاکټران وايي، د دغه روغتون ډاکټرانو او نور پرسونل له شپږو تر اتو میاشتو تنخواوې نه دي ترلاسه کړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار ترافيک وايي چې له تېرو اووه مياشتو راهیسې ورته مياشتنی معاش نه دی ورکړل شوی چې له امله يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
میمنه (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۰): د فاریاب ولایت د ترافیکو امریت یو شمېر پرسونل له بد اقتصادي وضعیته شکایت کوي او په داسې حال کې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP