Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکی او دغه راز د افغانستان د خلکو ملاتړ کوونکی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخوانی اجرائیوي ریيس وايي، په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کړی چې پکې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي ګومارل کېدل تصویب شوي.
په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ رییس د هرات له والي سره لیدنه کې ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو له لارې عصري زدهکړو ته د پراختيا په هڅه کې دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي چې په افغانستان کې ۱۳ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په دغه هېواد کې د ماشومانو او میندو مړینې مخنیوي برخه کې د درملو چمتو کولو او له روغتونونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو په اړه د ایران او تاجکستان د ولسمشرانو وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي، اوسنی نظام ټولشموله دی او هیڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د فلسطين په ملاتړ او د اسرایيلو پر ضد د نيزهوهنې لوبه ترسره شوه.
کابل او ننګرهار کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريونونه وکړل او پر غزه يې د اسرائیلو بریدونه وغندل.
په خوست کې د فلسطين په ملاتړ او د اسرائيلو د حکومت پر ضد لاريون وشو.
بلخ ولایت کې سینماګران وایي چې اقتصادي ستونزې یې د فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو دوېمې کالیزې ته په اشارې وايي، نوره اړتیا نه وه چې د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې لپاره په افغانستان کې پوځیان حضور ولري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي چارو مرستیال مهاجر فراهي وايي، اسلامي امارت د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوي چې پر حقايقو ولاړې خپرونې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP