منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۶ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مولوي عبدالکبیر

۴۶ راپورونه

راپورونه

غړي

مولوي عبدالکبیر: سره صلیب او سرې میاشتې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی او فعالیت ته یې لا هم اړتیا ده

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال  په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅې ستايي او وايي چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیا لري.

غړي

مولوي عبدالکبیر: ولسونه باید د «فتنه‌ګرو» پر وړاندې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.

غړي

مولوي عبدالکبیر: د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي او هیله یې څرګند کړې څو په مسکو فارمټ کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.

غړي

مولوي عبدالکبیر: اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پیاوړتیا ته کار وکړي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال، د رسنیو مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي، اوس اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پياوړتیا ته کار وکړي.

غړي

مولوي عبدالکبیر: سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ افغانستان کې د داعش لپاره تبلیغات کوي

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي چې په سیمه او نړۍ کې ځینو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی او په وینا یې، هيڅوک باید د دې ډلې قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.

غړي

مولوي عبدالکبیر: د افغانستان په څېر د نړۍ او سیمې هېوادونو ته هم امن غواړو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال لغمان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، اسلامي امارت لکه څنګه چې  په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.

غړي

مولوي عبدالکبیر: اوسني نظام کې د افغانستان بېلابېل قومونه او خلک برخه لري

د ریاست‌الوزرا سياسي مرستيال وايي، که د نړۍوالې ټولنې د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو څخه مطلب دا وي چې د پخواني حکومت چارواکي دې په نظام کې برخه ولري، دا د افغانستان خلکو او اسلامي امارت ته د زغملو نه ده.

غړي

مولوي عبدالکبیر: رسنۍ د اسلامي امارت مټ دي او د پياوړو رسنیو له شتون پرته ټولنه نیمګړې وي

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي، رسنۍ د اسلامي امارت مټ دي او زیاتوي چې د پياوړو رسنیو له شتون پرته ټولنه نیمګړې وي او رسنۍ دې د ټولنې حقیقي انځور خلکو او نړۍ ته وړاندې کړي او د ناسمو تبلیغاتو مخه دې ونيسي.

مولوي عبدالکبیر: غواړو د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د قطر له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، کابل غواړي د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړي، تر څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نورې هم زیاتې شي.