ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: غواړو د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو

مولوي عبدالکبیر: غواړو د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو

author avatar
4 Nov 2022 - 09:17
مولوي عبدالکبیر: غواړو د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو
author avatar
4 Nov 2022 - 09:17

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د قطر له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، کابل غواړي د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړي، ترڅو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نورې هم زیاتې شي.

د افغانستان لپاره د قطر سفیر په دې لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ارګ پر ټوېټرپاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د افغانستان لپاره د قطر هیواد له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره لیدلي دي.

سرچینې د مولوي عبدالکبیر له قوله لیکلي: «موږ د قطر په همکارۍ او منځګړیتوب غواړو د اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو، ترڅو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې لا نورې هم زیاتې شي.»

دی وايي، سرپرست حکومت له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د لازیاتو حسنه مناسباتو پراختیا غواړي.

هغه زیاته کړې، دا مهال په افغانستان کې ډاډمن امنیت تامین دی، د ارتباط کمېسیون له لارې تر دې مهاله د مخکېنۍ ادارې ۳۸۰ تنه لوړپوړي اشخاص افغانستان ته راغلي او په خوندي توګه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي، اما ځینې مغرضې کړۍ دغه وضعیت معکوس په ډاګه کوي.

سرچینې لیکلي، افغانستان لپاره د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښې څرګنده کړې او له افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې يې د همکاریو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، سعید بن مبارک الخیارین وویل، قطر غواړي په افغانستان کې د قطر خیریه بنسټ له لارې په مستقیمه توګه له اړمنو خلکو، کونډو او یتیمانو سره دوامداره لازمې مرستې وکړي.

Visits: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.