Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځینې جوزجانۍ مېرمنې چې په دغه ولایت کې د سواد زدهکړې ټولګیو کې درس وايي، له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.
د نجونو له حضور پرته د پوهنتونونو د نوي تحصیلي سمستر له پیلېدو سره هممهاله ځيني ښځینه او نارینه محصلین له اسلامي امارته غواړي چې د پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ هم پرانیزي.
د لوړو زدهکړو وزارت مرستيال وايي، پر يوې طرحې کار روان دى چې ډېر ژر به بشپړ شي او له مخې به يې، نجونو ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، دې ته په اشارې سره چې په نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیون نجونې له ښوونځي محرومې دي، ویلي چې هیڅ څه له ښوونځیو څخه د نجونو لرې ساتل توجیه کولای نه شي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د نجونو دوو ښوونځو ته نوې ودانۍ جوړې شوې چې پخوا به زدهکوونکو یې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کولې.
د چارو ځیني شنونکي په افغانستان کې د نجونو لوړو زدهکړو ځنډولو پر پرېکړه د بیاکتنې غوښتنه کوي، وایي چې دغه پرېکړه شرعي جواز نه لري او ښايي پایلې یې افغانستان ته «خطرناکې» وي.
د غور امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې او یوې بلې د لوبې پرمهال په ناپامۍ سره ژوند له لاسه ورکړی دی.
کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، که حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورنه کړي نو
د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي زدهکوونکو کلنۍ ازموينې پيل شوې؛ دوی د خپل برخلیک له روښانه کېدو خوښې دي او د پوهنې له وزارته غواړي چې د نورو زدهکوونکو برخلیک هم روښانه کړي.
په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زدهکړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته، ۴۲۷ نجونو ته د خیاطۍ او ۷۳ نارینهوو ته د موټرسایکلونو د ترمیمولو زدهکړې شپږ میاشتنی کورس پیل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP