Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان ولایت په مرکز او خاص ارزوګان ولسوالۍ کې نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۷۴۰ سیلابځپلو کورنیو د نغدو پیسو مرسته ووېشل شوه.
سیمهییز مسوولین وایي، د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې له ایران او پاکستانه راستنو شوو ۵۶۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې اشیانه موسسې د یونیسف په مالي همکارۍ د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې له ۱۶۷۸بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د روان ميلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمېدو او سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې له ۵.۷ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په هېواد کې ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو ته د ۲۰۴ میلیون افغانیو مرستې د وېش لړۍ روانه ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې (یونیسف) په نورستان کې زدهکړو ته د هڅونې په موخه له لس زره کورنیو سره مرسته کوي .
د ميدان وردګو مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې له ۸۶ جنګځپلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په را روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۲ زره اړو کورنیو سره نغدي مرستې کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په یوه راپور کې ویلي، امریکا د تېر نظام له پرځېدو وروسته له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر نغدي مرسته کړې ده.
په را روان ژمي کې د افغانستان له زیانمنو خلکو سره د نړۍوالو بنسټونو د مرستو په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې له ۴۰۰ زرو کسانو سره نغدي مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سږ کال په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته کوي.
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP