Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پکتیا کې باوري سرچینې وايي، د تېرې شپې په نښتو کې پاکستاني لوري ته «ډېره مرګژوبله اوښتې» او د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې هم درېیو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچينې وايي چې د خوست په غلامخان بندر کې د تېرې شپې نښتې له امله يو موټر چلوونکی وژل شوی دی.
سېمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې د خپلمنځي نښتې له امله یوه سېمهییز خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپی شوی دی.
ايرنا خبري اژانس خبر ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان په سوېل کې د نښتو له امله پنځه امنیتي سرتېري او پنځلس بریدګر وژل شوي دي.
ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د پکتیا مسوولین وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه کورمه اجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې له امله د ډنډپټان ولسوالۍ د «خرلاڅي» لار تړل شوې ده.
. . .
د بغلان په مرکز پلخمري کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ په نښته کې دوه ځوانان په ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو پخپل یو تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ناامنۍ او نښتې زیاتې شوې، خو په اختطافونو او د داعش له خوا بریدونو کې کموالی راغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP