ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې خپلمنځي نښتې له امله د یوې کورنۍ دوه ځوانان وژل شوي

بغلان کې خپلمنځي نښتې له امله د یوې کورنۍ دوه ځوانان وژل شوي

author avatar
1 Jan 2023 - 11:27
بغلان کې خپلمنځي نښتې له امله د یوې کورنۍ دوه ځوانان وژل شوي
author avatar
1 Jan 2023 - 11:27

پلخمري (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د بغلان په مرکز پلخمري کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ په نښته کې دوه ځوانان په ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي.

د بغلان د مرکز پلخمري اړوند ډنډ غوري سيمې اوسېدونکي جاوید خان نن (د مرغومي ۱۱مه) پژواک اژانس ته وویل چې پرون مازیګر د ډنډ غوري اړوند په خروټو کلي کې د يوې کورنۍ د ماما او تره زامنو ترمنځ تر لفظي شخړې وورسته نښته شوې ده.

دى وايي، د يوې خوا کسانو د بلې غاړې پر کسانو ډزې کړې چې په ترڅ کې يې د نورمحمد او خان وزير په نومونو دوه ځوانان وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، نورمحمد د پېښې په ځاى کې وژل شوى خو خان وزير بيا د کندوز په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دغه‌راز د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني هم دغه پېښه تایيد کړه او ويې ويل چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او جزئيات به یې وروسته شريک کړي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په ياده سيمه کې د ځمکې پر سر شخړه کې شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Views: 2693

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.