ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې خپلمنځي نښتې له امله یو خبریال وژل شوی

اروزګان کې خپلمنځي نښتې له امله یو خبریال وژل شوی

author avatar
4 Jun 2024 - 21:42
اروزګان کې خپلمنځي نښتې له امله یو خبریال وژل شوی
author avatar
4 Jun 2024 - 21:42

ترینکوټ (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې د خپلمنځي نښتې له امله یوه سېمه‌ییز خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپی شوی دی.
د اروزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري اغا ولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شخړه نن له غرمې د ترینکوټ اړوند سفید‌خار سېمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې ده.
هغه وویل: «دغه شخړه تر لفظي شخړې وروسته په فزیکي شخړه اوښتې او په کې دواړو خواو د چړو ګوزارونه کړي، چې پایله کې د احسان الله پښتون په نوم یو سېمه‌ییز خبریال وژل شوی او د بلې خوا یو تن ټپي دی.»
دی وایي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلې او د پېښې په تړاو یې څلور کسان نیولې دي.
احسان الله پښتون اروزګان کې د شمع په نوم د یوې سېمه‌ییزې راډیو خبریال و.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.