Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې خونړۍ ترافیکي پېښې د ټولو قربانیانو جسدونه کابل ته لېږدول کېږي، خو د سختې سوځېدنې له امله د پېژندلو وړ نه دي.
په هرات کې د تېرې شپې له خونړۍ ترافیکي پېښې وروسته چې په پایله کې یې نږدې ۸۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، د دغه ولایت د والي په سپارښتنه د «هري کاروان» ترانسپورټي شرکت مسوولین احضار شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د هرات پر حلقوي سړک د تېرې شپې ترافیکي پېښې له امله ۷۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ۷۶ یې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال دي.
هرات کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د هرات – کابل پر حلقوي سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله څه باندې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هرات (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): په هرات کې هغه نهه کلن ماشوم چې په اتو ژوندیو ژبو خبرې کوي وايي، دغه ژبې یې په تېرو
د هرات ولایت مقام وایي، د دغه ولایت والي له هغه نهه کلن ماشوم سره چې د نړۍ اته ژبې یې زده دي ولیدل او د هغه د استعداد او وړتیاوو ستاینه یې وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هرات د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو مراسمو کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو په سالمه توګه ګټه واخلي او نه غواړي چې د چا حق تر پښو لاندې کړي.
ټاکل شوې سبا (پنجشنبه) د هرات پاشدان بند په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هرات کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو یو شمېر مالکین وايي چې د ځوانانو له بیا کډوال کېدو د مخنیوي او تازه راستانه شوو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره ځیني پلانونه لري؛ هغوی د برېښنا او لومړنیو توکو کمښت د خپلو کارخونو له عمده ستونزو بولي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته د کروندګرو لېوالتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
د هرات امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې تر درملنې لاندې ۵۰۰ روږدو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د هرات د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یې یوه ۶۵ کلن سړي ته د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخینوی کړی او په پشتکوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ازاده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP