هرات (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۴): د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته د کروندګرو لېوالتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

د هرات د کرنې ریاست د ترویج مدیر بشیراحمد احمدي د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل چې یادې ونې د چټکې ودې، بېلابېلو اقلیمي شرایطو پر وړاندې د مقاومت او د لرګیو په صنعت کې د پراخې کارونې له امله د کروندګرو او پانګهوالو د پام وړ ګرځېدلې دي.

د هغه په وینا، چټکه وده، د باکیفیته لرګیو تولید او د هرات مناسب اقلیمي شرایط د دې لامل شوي چې خلک د پالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته مخه کړي.

د هرات یو شمېر بڼوال او ځمکوال هم وايي چې د پالونیا ونه د اقتصادي ګټې ترڅنګ د چاپېریال د ښېرازۍ او د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې هم اغېزناک رول لري.

هغوی زیاتوي چې د یادې ونې د پلور بازار په کور دننه او بهر مناسب دی او د عاید ترلاسه کېدو پر دوامداره سرچینې بدلېدلای شي.

هرات کې یو کروندګر فضلاحمد چې د پالونیا نیالګیو د روزنې برخه کې یې پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې وايي: «د حکومت د ملاتړ په صورت کې کولای شو د وارداتي لرګیو له اړخه د هرات اړتیا پوره کړو.»

د یادولو ده، د پالونیا ونې د پلنو پاڼو په درلودو او چټکې ودې سره د اکسېجن د تولید لوړ ظرفیت لري او د درېیو کلونو په موده کې ۱۵ متره یا تر دې ډېرې لوړې شي.

پالونیا ونې چې په دې وروستیو کې په هرات کې ترویج شوې، له دې امله چې ډېرې ګټې لري، د کروندګرو پام ور اوښتی دی.